IQNA

په دوهمې مرحلې کې د آزاد شوو فلسطینیو بندیانو ولوله

8:09 - November 27, 2023
د خبر لمبر: 3488332
ایکنا-(غزه) د وحشي صهیونیسټي رژيم  او حماس غورځنګ ترمینځ د اسیرانو د مبادلې دوهمه مرحله  له څوساعته ځنډ سره  دیکشنبې سهار وختي ترسره شوه او په دغې مرحلې کې ۳۹ فلسطینی بندیان  دخپلو کورنیو غیږو ته ستانه شول.

ایکنانیوز  الجزیره له قوله راپور راکړ، دعزالدین قسام کنډکونو د صهیونیسټي بندیانو  دوهمه ډله پرون سهار د سرې یاشتې پلاوي ته  ورکول پیل کړل.

 د  ویډیو په دوام کې  د یوې فلسطینۍ میرمنې اسیرې نورهان عواد شتون لیدل کیږي، چې  خپل کور ته له تلو مخکې دخپلې خور قبر هدیل عواده  ته د فاتحې د قرائت لپاره حاضریږي. هغه هم په ۲۰۱۵کال کې  دخور دشهادت په  هماغه ورځ صهیونیسټانو اسیره کړې وه.

دحماس پوځي څانګې هم پخپلې خبرتیا کې وئيلي دي ،د انسان دوستۍ داوربند یوې برخې په توګه ۱۳اسرائیلیان او ۷ نور بهرنیان  ئې صره صلیب ته سپارلی دي.

د فلسطین سما خبری آژانس په دې باب لیکلي دي، حماس غورځنګ په دغې خبرتیا کې وئيلی دي، دترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  دهلوځلو په ځواب کې ،له غزې څخه دتایلینډي بندیانو دخوشي کیدا د بشپړتیا په حال کې دي.

 

په ویډیو کې  دځينو نورو  بندیانو هغه لمحه چې دصهیونیسټانو له بنده دخوشي کیدا په لومړنۍ ساعت کې د خپلو کورنیو په غیږو کې  لیدل کیږي، د لیدو وړ ده.

د صهیونیسټ رژيم پوځ هم اعلان کړی دی ،د سره صلیب  نمایندګانو د حماس خوشی شوی ۱۷برمته شوي کسان  مصر ته منتقل کړيد ی. د

د قطر دخارجه وزارت ویندوي زیاته کړې ده، داوربند اجرا د لازیاتو بندیانو خوشی کیدا او د اوربند دتمدیدیدا ته  امید زیات کړی دی.

د  صهیونیسټي رزيم او د حماس مقاومتي غورخنګ ترمینځ په غزې تړانګې کې څلور ورځنی اوربند د جمعې ورخې له سهار اوو بجو پیل شوی او ترڅلورو ورځو پورې به دوام ومومي البته  دوې ډلې سره مبادله شوي دي او نور کار روان دی.

https://iqna.ir/fa/news/4184127

captcha